CRI Online

تبصره: په سوداګريز جنګ کې د نړيوال کېدو په وړاندې لومړۍ قربانۍ رامنځته شوې.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-06 15:52:27

په چين کې د جرمني موټرونو نرخونه لوړ شوي دي! چيني مشتريان په دې اړه هيڅ خبرې نه کوي، خو د امريکا د ابي رنګ غاړو جامو کارګران په دې اړه اندېښمن دی. له دغه شان ناپوهۍ نه ډک حالت د ټرمپ حکومت لخوا په پيل کړي سوداګريز جنګ کې رامنځته شوی دی. د جرمني موټرونه د ټرمپ د تعرفې تګلارې تر سيوري لاندې د قربانۍ لومړي توليدات ګرځېدلي دي. په ښکاره خوا قرباني ورکوونکي هغه جرمني شرکتونه دي چې په امريکا کې د موټرونو د جوړولو فابريکې لري، خو په غير مستقيمه توګه د موټرونو په جوړوونکو فابريکو کې د امريکايي کارګرو کاري فرصتونه هم قربانېږي.

تازه خبر دا دی چې د جولای په ۳۰مه نېټه د جرمن د BMW شرکت په چين کې د دوو ډولونو سپورټي موټرونو نرخونه په جلا جلا توګه څلور سلنه او اووه سلنه لوړ کړل چې په امريکايي فابريکو کې توليد شوي. لامل يې دا دی چې د توليد لګښت لوړ شوی دی. ليدل کېږي چې د ګڼ شمېر هېوادونو په راز راز توليداتو باندې د ټرمپ حکومت لخوا د اضافي مالياتو له لګولو نه وروسته په ګردې کرې کې د دغه شرکت لخوا د پرزو د اخيستلو نرخونه هم لوړ شوي دي. د دې ترڅنګ د امريکا په وړاندې د چين يو انتقامي تدبير دا دی چې د جولای له شپږمې نېټې څخه له امريکا څخه پر وارداتي موټرونو باندې څلوېښت سلنه اضافي ماليات لګول شوي دي. له دې څخه څرګندېږي چې په راتلونکې کې به په چين کې د بېلا بېلو مارکونو د هغو موټرونو بيې لوړې شي او په چيني بازار کې ونډې به يې کمې شي چې په امريکا کې توليد شوي دي.

چين په تېرو مسلسلو نهو کلونو کې په نړۍ کې د موټر د پير لومړی لوی بازار و او د بېلا بېلو هېوادونو د موټر جوړوونکو تصديو له لاسه نه ورکوونکی بازار هم دی. د BMW او Benz دوو جرمني تصديو ښکاره کړې چې که سوداګريز جنګ دوام وکړي، په امريکا کې به د دوی په فابريکو کې د کارګرو شمېر کم شي.

د امريکا د فېنانشيل ټايمز ورځپاڼې د يوې تخصصي سرچينې له قوله خبر ورکړ چې سوداګريز جنګ په ګردې کرې کې د موټرونو چارو په وړاندې يو بشپړ توپان (perfect storm) دی. مانا يې دا ده چې ډول ډول عوامل به په نړۍ کې د موټرونو پر چارو باندې مهلکه ضربه وکړي. نو ويل کېږي چې د دغه توپان د مخنيوي کلي د سپينې ماڼۍ په لاس کې ده، نو له ټوپان څخه د خپلو وطنوالو ژغورل د سپينې ماڼۍ له عمل سره نژدې تړاو لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای