CRI Online

د افغانستان په ارزګان ولايت کې پر يوې نظامي اډې باندې د بريد له امله لږ تر لږه ۴۴ حکومتي سرتيري ووژل شول.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-07 10:50:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په څلورمه نېټه د افغانستان په جنوبي برخه کې د ارزګان ولايت په چينارتو سيمه کې د حکومتي پوځ يوه اډه د وسله والو طالبانو له بريد سره مخامخ شوه. د اګست تر شپږمې نېټې پورې په دغه بريد کې لږ تر لږه ۴۴ حکومتي سرتيري وژل شوي دي.

د خبر له مخې، په څلورمه نېټه وسله والو طالبانو له څلورو لورو پر چينارتو باندې په بريدونو پيل کړي او پر يادې اډې سر بېره، د پوليسو ځايي اداره او د حکومت ودانۍ هم له بريدونو سره مخامخ شوې. اوس جګړه روانه ده او امکان شته چې طالبان د چينارتو سيمه ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای