CRI Online

عبدالله عبدالله: امريکا له طالبانو سره مستقيمې خبرې اترې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-07 11:07:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د اګست په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په همدې ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې لنډه موده مخکې امريکا په قطر کې له افغان طالبانو سره مستقيمې خبرې اترې کړې او افغان حکومت د دغو خبرو اترو مالومات تر لاسه کړي دي.

عبدالله د کابينې په يوه ناسته کې وويل، د سوله ييزو خبرو اترو په اړه د افغان حکومت دروازه د طالبانو پر مخ پرانيستې ده او حکومت تل طالبانو ته د قناعت ورکولو لپاره کوښښ کوي چې له خونړي جنجال څخه لاس واخلي او ژر د سولې ملي جريان کې ګډون وکړي. هغه زياته کړه چې افغان حکومت به هيڅکله کوم ځای طالبانو ته ورنه کړي او د هېواد له نظام سره له هر ډول مخالف عمل سره به ټينګ مخالفت وکړي. هغه وايي:که طالبان په مداومه توګه له حکومت سره جګړه وکړي، دوی به د افغانستان دښمنان وي.

د معلوماتو له مخې، د جولای په درېيمه لسيزه کې امريکا د قطر په پايتخت دوحا کې له افغان طالبانو سره د دروازې تر شا يوه ناسته جوړه کړه او عمده موضوعات يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د ايستلو او د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د اوربند کول وو. د تحليل کوونکو په اند، که دغه خبر رښتينی وي، مانا يې دا ده چې د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي د بدلېدو په حال کې ده. مخکې تردې امريکا تل له طالبانو سره مستقيمې خبرې اترې رد کولې او غوښتنه يې کوله چې افغان حکومت دې د افغان سولې مسئلې په اړه خبرو اترو کې ګډون ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای