CRI Online

له روسیې سره د ټرامپ د سازش کولو پلټنه ښایي ژر نتیجه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-07 17:42:01
له روسیې سره د ټرامپ د سازش کولو پلټنه ښایي ژر نتیجه ورکړي

د امریکا ټویټر مین ولسمشر دونالډ ټرامپ د روانې میاشتې په ۵ مه نېټه یو ځل بیا په خپل ټویټر کې تیزې خبرې وکړې چې ګواکې د ده پر مشر زوی وړوکي ټرامپ انتقادي خبرونه بیخي جعلي دي او ویې ویل چې په ۲۰۱۶ کال کې د دوي د سیاسي سیالانو د استخباراتو د ترلاسه کولو په موخه له یوې روسي مدافع وکیلې سره د زوی ټرامپ ملاقات قانوني دي او په سیاست کې ډیر لیدل کېږي.

کله چې یو کال مخکې د نیویارک ټایمز دغه خبر خپور کړ، وړوکي ټرمپ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په یاد ملاقات کې یې د روسي ماشومانو د منلو پروګرام په اړه بحث وکړ کوم چې د امریکا حکومت له خوا لغوه شوی دی. هغه د پارلمان د تړلو دروازو شا ته غونډه کې وویل چې ټرمپ په دغه ملاقات خبر نه و او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاین له روسیې سره هیڅ تړاو هم نه لري. مګر څو میاشتې وروسته خبري رسنیو دا خبر ورکړ چې یاده اعلامیه د ولسمشر ټرمپ په صلاحیت سره طرح شوې.

د امریکا او اروپا عمده خبري رسنیو دې ته اشاره وکړه چې دوه کاله دمخه هغه ملاقات د امریکا د عدلیې وزارت د ځانګړي څارنوال روبیرټ مویلر له خوا د پلټنې یوه مهمه برخه دی. د امریکا د منځ مهاله انتخاباتو په نږدې کیدو سره له روسیې سره د سازش کولو پلټنه چې یو کال یې دوام درلودلی، پای ته ورسیږي. د واشنګتن پوست، سي ان ان او اسوسیټیډ پریس په ګډون د امریکا خبري رسنیو د اګست په ۵ مه نېټه وویل چې یاده پلټنه ښايي په دې قضیه کې د ولسمشر ټرمپ نږدې کسان شامل کړي په تیره بیا وړوکی ټرمپ چې په یاد ملاقات کې یی ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای