CRI Online

د جرمني د بهرنيو چارو وزير: موږ به د اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو د ساتنې لپاره هڅه وکړو

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 09:58:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني د بهرنيو چارو وزير هېکو ماس د اګست په ۷مه نېټه له جرمني رسنيو سره په مرکه کې وويل، له دې وروسته چې امريکا يو ځل بيا پر ايران باندې بنديزنه ولګول، جرمني او اروپايي ټولنه به هڅه وکړي چې له ايران سره اقتصادي او تجارتي اړيکې وساتي.

په ياده مرکه کې ماس پر ايران باندې د امريکا د بنديزونو په اړه افسوس څرګند کړ. د ده په فکر د ايران د ذروي مسئلې هراړخيز تړون برياليتوب او اصلي هدف تر لاسه کړی دی.

ماس وويل، جرمني به په ايران کې د اروپايي تصديو قانوني حقوق او ګټې وساتي او د اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د اقتصادي او تجارتي تګ راتګ د ساتنې لپاره به هڅه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای