CRI Online

چين د نژدې ختيځ د فلسطيني کډوالو لپاره د م م د مرستندويه پروګرامونو له څانګه سره نوره زياته بسپنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 10:09:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۷مه نېټه د چين د حکومت او د م م استازو د اردن سيند په لوېديځه غاړه د فلسطين په رام الله ښار کې تړون لاسليک کړ، چې چين به د نژدې ختيځ د فلسطيني کډوالو لپاره د م م د مرستندويه پروګرامونو له څانګه سره نوره زياته د ۲ ميليونو ۳۵۰ زرو ډالرو په ارزښت بسپنه ورکړي.

د تړون له مخې، د چين ياده بسپنه به په عمده ډول د فلسطيني کډوالو لپاره د م م په مرستندويه کارونو کې ولګول شي.

ياده څانګه په ۱۹۴۹ کال کې جوړه شوې ده چې په عمده ډول د اردن په لوېديځه غاړه، غزه سيمه، اردن، سوريه او لبنان کې څه د پاسه پنځه ميليونه اوسېدونکو فلسطيني کډوالو ته بشري مرستندويه، تعليمي او طبي مرستې کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای