CRI Online

د فيليپين د بهرنيو چارو وزير: د يوازې مشورتي متن د مسودې جوړونه د جنوبي سمندرګي په قلمرو کې د عملي اصولو په اړه د سلامشورو مهم ګام دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 10:36:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فيليپين د بهرنيو چارو وزير الن پيتر کايتانو د اګست په ۷مه نېټه وويل، د يوازې مشورتي متن مسوده چې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې د اسيان د غړو هېوادونو او چين له خوا جوړه شوې، د جنوبي سمندرګي په قلمرو کې د عملي اصولو په اړه د سلامشورو مهم ګام دی، او د اسيان د هېوادونو او چين ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د ساتلو لپاره ګټوره ده او د دواړو هواوو ترمنځ پر اړيکو د ځينو احساساتي مسئلو له اغېزو څخه ډډه کولی شي.

نوموړي په همدې ورځ په مانيلا کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې په سينګاپور کې د اسيان د خارجه وزيرانو په لړيزو غونډو کې د ګډون په اړه معلومات خبريالانو ته ورکړل. هغه وويل، چې د يوازې مشورتي متن د مسودې جوړونه ښکاري چې د اسيان هېوادونه له چين سره ښه ګاونډيتوب ساتلی شي او پر خپلمنځي اړيکو د ځينو احساساتي مسئلو له منفي اغېزو څخه ډډه کولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای