CRI Online

له پلټنې څخه ښکاري چې د ګمرکي مالياتو په اړه د انديښنو له امله امريکايي تصدۍ د پانګونې د پلانونو بيا ارزونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 11:07:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د اتلانتا فدرالي زېرمې بانک د اګست په ۷مه نېټه د يوې پلټنې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې د ګمرکي مالياتو په اړه د انديښنو له امله ځينې امريکايي تصدۍ د پانګونې د اوسنيو پلانونو بيا ارزونې، ځنډونې او يا پرېښودنې ته اړ دي.

د جولای د سوداګريزو بې ثابته عناصرو د پلټنې له مخې چې په همدې ورځ د اتلانتا فدرالي زېرمې بانک له خوا خپره شوې، په دې اندېښمنه ده چې د امريکا حکومت ښايي پر صادراتي توکو نور زيات ګمرکي ماليات ولګوي او سوداګريز ملګري ښايي انتقامي مالياتي ګامونه پورته کړي، يو په پنځمه برخه امريکايي تصدۍ د پانګونې د پلانونو د بيا ارزونې په حال کې دي.

نوموړې څانګې دې ته اشاره کړې چې اوسمهال د امريکايي تصديو پر پانګونې د سوداګريز اصطکاک منفي اغېزې په عمده توګه په توليدي صنعت کې راغونډې شوې، خو د سوداګريزو حالاتو د لا سختوالي امکان شته، د اندېښنو منفي اغېزې ښايي نورو صنعتونو ته هم پراخې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای