CRI Online

د بريتانيا د دفاع وزير: د ايران سره ذروي تړون د اړوندو خواوو د وسې تر اندازې ډېر مناسب تړون دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 11:14:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د دفاع وزير ګاوين ويليامسون د اګست په ۷مه نېټه په واشنګټن کې وويل، د ايران سره ذروي تړون د اړوندو خواوو د وسې تر اندازې ډېر مناسب تړون دی.

ويليامسون په همدې ورځ د امريکايي پوهانو ډلې د اتلانتيک سمندر په شورا کې وينا وکړه او پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. هغه وويل، که څه هم د ايران سره ذروي تړون ډېر بشپړ نه دی خو د حقيقت په برخه کې يې يو لړ مهم ترتيبونه وړاندې کړي چې ټولې اړوندې خواوې ورڅخه ګټه اخيستلی شي. بريتانيا له امريکا څخه غوښتنه کوي چې له ايران او نورو اړوندو خواوو سره ډيالوګ پيل کړي.

د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکي او امنيتي پاليسۍ لوړ پوړې استازې فېدېريقا موغېريني او د بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو سره په ۶مه نېټه په خپره شوې ګډه اعلاميه کې وويل چې د ايران سره ذروي تړون ساتل د نړيوالو تړونونو احترام کول دي او اروپايي ټولنه او ياد درې هيوادونه به د اروپايي تصديو او ايران ترمنځ د قانوني حقوقوساتنه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای