CRI Online

د نړيوال پولي صندوق لومړي اقتصاد پوه ابستفيلډ: د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له لارې د سوداګريز منفي توازن ټيټولو په هدف د امريکا تګلاره تيروتنه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 15:11:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال پولي صندوق لومړي اقتصاد پوه ماوريس ابستفيلډ څو ورځې مخکې له خبريالانو سره د خبرو په ترڅ کې وويل، د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له لارې د سوداګريز منفي توازن ټيټولو په هدف د امريکا تګلاره تيروتنه ده.

نوموړي او د ده څېړنيزې ډلې تل د امريکا سوداګريزو تګلارو او نړيوالو اقتصادي حالاتو ته پاملرنه کوي. د تېر کال په پيل کې يې ويلي و چې د ګردې کرې د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د راپورته کېدو په وړاندې بايد له احتياط کار واخيستل شي، د روان کال په اپريل کې يې خبرداری ورکړی و چې د سوداګريز جنجال له امله ښايي نړيوال پرمختګ له سالم مدار څخه ووځي، په تيره مياشت کې يې اخطار ورکړی و چې اوسمهال د ترينګلي سوداګريزو حالاتو سختوالی د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره لومړی خطر دی، د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ورووالي په اړه د ابستفيلد اندېښنه ورځ په ورځ سختيږي او ډېريږي.

د ده په اند د سوداګريز منفي توازن په اړه د ټرمپ حکومت د غلطو پېژندنو له امله ښايي د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې نورې تګلارې خپرې شي چې دا نه يوازې د نړيوالې سوداګرۍ د نا برابرۍ د حل لپاره ګټوره نه ده، بلکې اوسني ترينګلي حالات به لا خراب کړي او نړيوال اقتصادي زياتوالي ته به زيانونه ورسوي.

نوموړي وويل، که امريکا پر وارداتو توليداتو نور زيات ماليات ولګوي، د امريکايي ډالرو تبادلوي ارزښت ښايي نور هم لوړ شي، دغه راز د امريکا د صادراتي توليداتو بيې به لوړې شي، دا د امريکا د صادراتو لپاره ګټوره نه ده. په عين وخت کې د ډالرو د اخيستلو توان له لوړېدو وروسته به کورني اړتياوې زياتې شي چې د امريکا واردات به ورسره زيات شي، دغه راز د امريکا سوداګريز منفي توازن به لا لوړ شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای