CRI Online

د امريکا بېلا بېلو ټولنو پر چيني توليداتو د نورو زياتو مالياتو له لګولو سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-08-08 15:59:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر د اګست په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه به د ۱۶ مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني وارداتي توليداتو ګمرکي ماليات ۲۵٪ لوړ کړي، د امريکا دغه کړنه د دې هېواد د سوداګرۍ ټولنې، د سيميکندوکټر صنعتي ټولنې، د پرچون خرڅلاو سوداګرو د اتحاديې په شمول د بېلا بېلو ټولنو د استازو له مخالفت سره مخامخ ده.

د امريکا د سوداګرۍ ټولنې د نړيوالو چارو مرستيال مشر ميرون بريليات په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ګمرکي ماليات د امريکايي اقتصاد پر دايمي برياليتوب يوازې منفي اغېزې لري. د ده په اند امريکا او چين بايد خبرې اترې پيل کړي.

د امريکا د مشتريانو تخنيکي ټولنې خبرداری ورکړ چې د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک سختوالی به د امريکا کوچنيو تصديو او مشتريانو ګټو ته زيانونه ورسوي.

په تيره مياشت کې د ۱۶ مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي په اړه د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر په يوه مطبوعاتي غونډه کې د يادو ټولنو برخوالو استازو خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې د ګمرکي مالياتو زياتوالی پر امريکايي اقتصاد زيانمنوي او د امريکايي صنعتونو د سيالۍ ځواک به ټيټ کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای