CRI Online

سعودي عربستان: له کاناډا سره د ډيپلوماتيک کړکيچ د منځګړيتوب امکانات نه شته.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 08:56:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د اګست په اتمه نېټه وويل، چې د سعودي عربستان او کاناډا ترمنځ د ډيپلوماتيک کړکيچ د منځګړيتوب امکانات نه شته.

نوموړي په همدې ورځ په رياض کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې کاناډا سخته تېروتنه کړې ده او دغه تېروتنه دې سمه شي. د دغې پېښې د منځګړيتوب امکانات نه شته او سعودي د اضافي تدبيرونو نيول تر پام او غور لاندې نيسي.

د کاناډا خارجه وزير کريسټيا فريلاند د اګست په شپږمه نېټه څرګنده کړه چې کاناډا د سعودي په اړه ډيپلوماتيک نه دی دريځ بدل کړی. د بريټانيا د رسنيو د خبر له مخې، کاناډا د بريټانيا په شمول له ځينو هېوادونو څخه د کړکيچ د حل لپاره مرستې وغواړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای