CRI Online

لي که چيانګ د م م د ۷۳مې دورې د عمومي اسامبلې له مشرې ماريا فېرنانډا ايسپينوسا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 10:48:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست د ۸مې نېټې په مسپښين په بې دای هه سيمه کې د م م د ۷۳مې دورې د عمومي اسامبلې له مشرې ماريا فېرنانډا ايسپينوسا سره وکتل، نوموړې اوس له چين څخه په رسمي ليدنه بوخته ده.

له نوموړو سره خبرو کې لي که چيانګ وويل، چين د م م دايمي غړی هېواد، د امنيت شورا دايمی غړی هېواد او تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی، چين تل د م م له کارونو څخه ملاتړ کړی دی او کوي يې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۵ کال کې د م م له مقر څخه بريالۍ ليدنه وکړه او د م م د جوړېدو د ۷۰ کاليزې په يو لړ سرمشريزو غونډو کې يې ګډون وکړ. چين د م م له صلاحيت څخه او په نړيوالو چارو کې د م م له مرکزي رول څخه کلک ملاتړ کوي، په هراړخيز او ژور ډول د سياست، اقتصاد،ټولنې، پرمختګ او سولې په برخو کې د م م په کارونو کې ګډون کوي، په دوامدار ډول به نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي او د نړۍ د سولې، پرمختک او نظام د ساتلو لپاره به خپله هڅه وکړي.

ايسپينوسا وويل، م م له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. زه د م م د ۷۳مې دورې د عمومي اسامبلې د مشرې په حيث لومړی له چين څخه ليدنه کوم، ځکه چې چين د څواړخيزې غوښتنې د ټينګولو په برخه کې مهم رول لوبوي او د م م د کارونو لپاره ډېر خدمتونه برابروي. م م غواړي له چين او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د مقرراتو پر بنسټ نړيوال ترتيب وساتي، د نړيوال قانون او تجارتي سازمانونو تر چوکاټ لاندې ازاد تجارت ته وده ورکړي، د ټولو خلکو لپاره جامع او ګټورې اقتصادي چارې پرمخ بوزي، په يو ځای ډول ستونزې حل کړي او د نړۍ سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا پياوړې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای