CRI Online

د امريکا سناتور د روسيې حکومت ته د ټرمپ پيغام ورکړی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 10:52:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند سناتور راند پاول د اګست په ۸مه نېټه د ټولنيزې روسنۍ له لارې وويل چې د روسيې حکومت ته يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پيغام سپارلی دی.

پاول وويل، ټرمپ په ياد پيغام کې د ترهګرۍ پر ضد او د ډيالوګ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تماس اهميت تائيد کړی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادله بيا ورغوي.

د امريکايي رسنيو د خبر له مخې، پاول مخکې د امريکا د پارلمان له هئيت سره له روسيې څخه ليدنه کړې وه او د روسيې له سناتورانو سره يې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو او يو لړ نورو مسئلو په اړه خبرې اترې کړې وې. هغه په ۶مه نېټه په مسکو کې وويل، د امريکا او روسيې ترمنځ ډيالوګ بايد ژر تر ژره تر سره شي، امريکا د روسيې سناتوران امريکا ته بللي دي. پاول دا هم وويل چې هغه به پر روسيې باندې د امريکا د نويو بنديزونو پر وړاندې ودرېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای