CRI Online

تبصره: د امريکا لخوا د شپاړسو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د اضافي مالياتو د لګولو تر شا رښتيا

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 10:59:43


امريکا د جولای له شپږمې نېټې څخه د څلور دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د پنځه ويشت سلنې اضافي مالياتو په لګولو پيل کړی. وروسته تردې د اګست په اوومه نېټه د امريکا د سوداګرۍ استازنځي د شپاړسو مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د پنځه ويشت سلنې اضافي مالياتو د لګولو اعلان وکړ او دغه پرېکړه به د اګست له درويشتمې نېټې څخه عملي شي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اګست د اتمې نېټې په شپه په دې اړه يوه وينا وکړه او دې ته يې اشاره وکړه چې امريکا يو ځل بيا د خپل هېواد قانون پر نړيوالو قوانينو لوړ وګاڼه او دغه کړنه ناروا او نامعقوله ده. چين د خپلو حقه حقوقو او د څواړخيز سوداګريز نظام د ساتلو لپاره په مجبوره توګه اړين انتقامي تدبيرونه نيسي او پرېکړه يې وکړه چې د شپاړسو مليارډو ډالرو په ارزښت پر امريکايي توليداتو باندې به پنځه ويشت سلنه اضافي ماليات ولګوي او دغه تدبير به امريکا ته په ورته وخت عملي شي.

که څه هم د چين په ځواب کې يوازې سلګونه کلمې شته، خو رويه يې ښکاره او معقوله ده. له دې څخه څرګندېږي چې د تېرو څلورو مياشتو په شخړو او کړکيچونو کې چين د امريکا له تهديد او ګواښ سره اشنا شوی او په اړه حيرانتيا نه لري. چين د امريکا تهديد او ګواښ ته د ځواب ورکولو لپاره چمتوالی نيولی دی.

امريکا د هېواد د امنيت د ساتلو په پلمه سوداګريز جنګ شروع کړی او غواړي چې له دې لارې توليدي چارې په امريکا کې بيا سمسورې شي او امريکايانو ته لا زيات کاري فرصتونه برابر شي. خو رښتيا د هيلې په خلاف ده.

د بېلګې په توګه، د امريکا د سوداګرۍ استازنځي لنډه موده مخکې د شپاړسو مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د اضافي مالياتو د لګولو په اړه د ګواهۍ اوريدلو يوه ناسته جوړه کړه او د امريکا د کيمياوي او صنعتي چارو، د الکترونيکو چارو او د فوتوولتايک تصديو دوه اتيا تنو استازو پکې خبرې وکړې. دوی په دې اندېښمن دی چې د اضافي مالياتو لګول به د تصديو د لګښتونو د لوړتيا او د کاري فرصتونو د کمښت سبب وګرځي. دغه عمل به د امريکا اقتصاد ته زيان ورسوي او په نړيوال بازار کې به د امريکايي تصديو د سيالۍ قوت کم کړي. د دې ترڅنګ ځينې منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ به په مجبوره توګه وتړل شي. آخر په دغه ناسته کې يوازې شپږو استازو د اضافي مالياتو پر لګولو هوکړه وکړه چې دغه شمېر د استازو په عمومي شمېر کې يوازې اووه سلنه نيسي.

د امريکايي تصديو او ځينو اتحاديو د مخالفت په وړاندې بيا هم د امريکا حکومت دغه پرېکړه وکړه چې د شپاړسو مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې به اضافي ماليات ولګوي. له دې څخه ښکارېږي چې دغه ناسته يوه تشه قانوني مرحله وه او د زياترو کسانو نظر د لږو پرېکړه کوونکو لخوا کم ګڼل شوی دی.

ايا د اضافي مالياتو لګول د امريکا امنيت ساتلی شي او که نه؟ د امريکا حکومت او چارواکو هم نه دی تائيد کړی، خو دوی پر دې باور لري چې دغه عمل به خپل ځان ته ګټې ورکړي. نو دوی د امريکا د تصديو او مشتريانو ګټو ته پام نه کوي.

په تېرو څو ورځو کې د امريکا دننه د تصديو اندېښنې او بدې خبرې په پر له پسې توګه بهر راغلی. مثلاً، د امريکا د اليمينټ اليکترونيکس شرکت د اګست په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې دوه مياشتې وروسته به په سويلي کارولينا ايالت کې د ټلويزيون يوه فابريکه وتړي او مخکې تردې به د دغې فابريکې له يو سل او څلور دېرش کاري فرصتونو څخه يو سل او شپږويشت کم شي. لامل يې دا دی چې د امريکايي حکومت لخوا د ټلويزيوني پرزو په شمول پر چيني توليداتو باندې د اضافي مالياتو د زياتوالي له امله لګښتونه يې زيات شوي دي. د پيټرسون د نړيوال اقتصاد انسټيټيوټ د څيړنې له مخې، که امريکا په ګردې کرې کې پر موټرونو باندې پنځه ويشت سلنه اضافي ماليات ولګوي، په راتلونکو يو او يا دريو کلونو کې به څه باندې يو سل او پنځه نوي زره امريکايي کارګران کاري فرصتونه له لاسه ورکړي. که نور هېوادونه انتقامي تدبيرونه ونيسي، دغه شمېر ښايې شپږ سوه او څلورويشت زرو ته لوړ شي.

رښتيا دا ده چې د مالياتو د زياتوالي په اړه امريکايي حکومت د خپل لوی ډانګ تر سيوري لاندې خپل ځان ته ماتې ورکوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای