CRI Online

چين د اندونيزيا زلزله ځپلو خلکو سره بيړنۍ مرسته وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 12:20:49

 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په ۸مه نېټه په اندونيزيا کې د چين سفير شياو چيان د دې هېواد د سره صليب ټولنې د بسپنې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې په لومبوک ټاپو کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د چين د سره صليب ټولنې بېړنۍ مرستې د اندونيزيا د سره صليب ټولنې ته وسپارل شوې او اعلان يې وکړ چې د چين حکومت د سفارت له لارې زلزله ځپلو خلکو ته بيړنۍ مرستې ورکړي دي. د اندونيزيا د سره صليب ټولنې اجرايي مشر ګيناندجار او اړوندو مديرانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

شياو چيان وويل، درې ورځې مخکې د اندونيزيا په لومبوک ټاپو کې سخته زلزله پېښه شوه، د چين حکومت او خلک د زلزله ځپلو خلکو په اړه ډېر انديښمن دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په لومړی وخت کې د دې هېواد ولسمشر جوکو ويدودو ته د خواخوږۍ پيعام ولېږه او د چين حکومت او خلکو په استازيتوب يې پر مړو شوو کسانو ژورخپګان او د دوی کورنيو او خپلوانو او ټپيانو ته يې صادق تسليت څرګند کړ.

ګيناندجار په خپلو خبرو کې د اندونيزيا له زلزله ځپلو خلکو سره د چين له بيړنۍ مرستې څخه مننه وکړه. هغه وويل، چين لومړی هېواد دی چې د دوه اړخيز مسير له لارې يې لومبوک ټاپو ته بيړنۍ مرسته ورکړه، دا د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ ژوره دوستۍ څرګندوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای