CRI Online

د امريکا خبري رسنۍ: د مالياتو د زياتوالي په اړه د امريکايي حکومت تدبيرونه د امريکا منځنيو او کوچنيو تصديو ته ګواښونه لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 12:31:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ استازنځي د اګست په اوومه نېټه اعلان وکړ چې د اګست له درويشتمې نېټې څخه به د شپاړسو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې اضافي ماليات ولګوي. د امريکا خبري رسنيو د اګست په اتمه نېټه خبر ورکړ، څرنګه چې د امريکا حکومت نه غواړي له مالياتي جنګ څخه لاس واخلي، نو لا زياتې منځنۍ او کوچنۍ امريکايي تصدۍ به د مالياتو د زياتوالي له امله خپلې فابريکې وتړي، کارګران به کم کړي، له نوي پرمختيايي پلان څخه به لاس واخلي او د توليداتو نرخونه به لوړ کړي.

زياتې امريکايي تصدۍ هيله لري چې سوداګريز کړکيچ به ژر ختم شي او که ختم نه شي، نو د کارګرو د دندو کمښت او د توليداتو د نرخونو لوړتيا به رامنځته شي. د مودي ارګان لومړی اقتصادي کارپوه مارک زانډي څرګنده کړه چې که سوداګريز جنګ دوام ولري، لا زيات زيانونه به رامنځته شي او حتی په ځينې وخت به د اقتصاد د ښه والي حالت بدل کړي چې له دې امله به روزګار کم شي او اقتصاد به پر شا تګ وکړي.

د امريکا د والسټريټ جورنال ورځپاڼې په تېره مياشت کې د ۷۵۰ کوچنيو شرکتونو په اړه يوه پلټنه وکړه او له پايلې څخه يې څرګندېږي چې په جولای کې له اقتصاد څخه د يادو تصديو خوشبينې او خوښې رويې کمې شوي او انډول يې په ۲۰۱۶م کال کې له ولسمشريزو ټاکنو وروسته ډېر ټيټ دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای