CRI Online

د کاناډا صدراعظم: کاڼادا نه غواړي له سعودي سره ناخوښې اړيکې ولري.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 14:18:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کاناډا صدراعظم جاسټين ټرودياو د اګست په اتمه نېټه د کاناډا او سعودي عربستان ترمنځ د ډيپلوماتيک کړکيچ په اړه لومړۍ خلاصه وينا وکړه او ويې ويل چې کاناډا به تل تر تله د بشري حقونو په اړه کلکې او قوي ويناوې وکړي، خو کاناډا نه غواړي له سعودي سره ناخوښې اړيکې ولري.

نوموړي وويل، چې د کاناډا خارجه وزير کريسټيا فريلانډ د اګست په اوومه نېټه د سعودي له خارجه وزير عادل الجبير سره مستقيمې خبرې وکړې او اوسمهال د دواړو خواوو ترمنځ ډيپلوماتيکې خبرې لا هم روانې دي.

د کاڼادا ټلويزيون د خبر له مخې، د ټرودياو د دغو څرګندونو له خپرېدو څخه څو ساعتونه مخکې د سعودي خارجه وزير الجبير په رياض کې په يوه خبري ناسته کې وويل، له دې نه پرته چې کاناډا پخوانۍ وينا او دريځ بدل کړي، سعودي به پخلاينه ونه مني. امکانات شته چې سعودي د کاناډا په وړاندې نور تدبيرونه ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای