CRI Online

انټونيو ګوټريس د م م د بشري حقوقو د لوړ پوړې کميشينرې په حيث د چيلي د پخوانۍ ولسمشرې مېچيل باچيليټ نوم پورته کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 14:42:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اګست په اتمه نېټه د م م د بشري حقوقو د راتلونکې دورې د لوړ کميشينر په حيث د م م عمومي اسامبلې ته د چيلي د پخوانۍ ولسمشرې مېچيل اچيليټ نوم وړاندی کړ چې اوسنی لوړې کميشينرې زيد رعد زيد الحسين به د اګست تر پايه پورې خپل ماموريت پای ته ورسوي.

د ګوټريس د وياند دفتر خبر ورکړ چې مخکې تردې ګوټريس د م م د غړيو هېوادونو د منطقوي ډلو له رئيسانو سره د دغه نوماند په اړه بحثونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د م م د بشري حقوقو لوړ کميشينر د بشري حقوقو په باب د م م عمده چارواکی دی او د م م د بشري حقوقو د چارو پوره لارښوونه کوي. د باچيليټ د ټاکنې فرمان بايد د م م د عمومي اسامبلې له منلو وروسته په رسمي توګه پلی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای