CRI Online

د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت رسنۍ : د جګړو د بندولو اعلاميې خپرېدل په کوريا ټاپووزمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره لومړی ګام دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 10:31:41

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د رودونګ سيمون ورځپاڼې د اګست په ۹ مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې پکې راغلي، د جګړو د بندولو اعلاميې خپرېدل په کوريا ټاپووزمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره لومړی ګام دی او هم د زمانې غوښتنه ده او اوس دا وخت رارسيدلی چې ډيموکراتيکه کوريا او امريکا د جګړې د بندولو اعلاميې پړاو ته داخلې شي.

په مقاله کې ويل شوي چې د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې د ډيموکراتيکې کوريا د جګړې له کبله د دغه هېواد او امريکا ترمنځ اړيکې ډېرې دښمنانه شوې دي. که څه هم د اوربند په لاسليک کېدو سره جګړه پای ته ورسيده،خو د دواړوخواوو ترمنځ نه باور او دښمنانه اړيکې لاهم دوام لري. په سينګاپور کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې د همدغو دښمنانه اړيکو پای ته د رسولو او د کوريا ټاپووزمې او نړۍ د سولې او ثبات د راوستلو په عالي موخه ترسره شوې. اوس دا وخت راغلی چې ډيموکراتيکه کوريا او امريکا د جګړې د بندولو اعلاميې پړاو ته داخلې شي.

همدارنګه په مقاله کې زياته شوې چې د جګړې د پای ته رسېدو اعلانول د کوريا ټاپووزمې ان د نړۍ د سولې او ثبات د راوستلو لپاره لومړی ګام دی.که د جګړې د پای ته رسولو اعلاميې د خپرولو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي مخامختيا پای ته ورسيږي،نو دا به د متقابل اعتماد لپاره ګټوره فضا جوړه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای