CRI Online

د اندونيزيا په لومبوک ټاپو کې د زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۲۵۹ ته ختلی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 10:34:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اندونيزيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د اګست په نهمه نېټه وويل، چې د دغه هېواد د لويديځ نوسا تنګارا ولايت په لومبوک ټاپو کې د ۷ درجې په سختوالي زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۲۵۹ ته ختلی دی.

د يادې ادارې وياند په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې پر ځايي وخت د اګست د نهمې نېټېد مازديګر تر پنځو بجو پورې د دغې زلزلې له امله ۲ لکه ۷۰ زره ځايي اوسيدونکي نورو ځايونو ته انتقال شوي او ۱۰۳۳ سخت ټپيان په ځايي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. اوس لاهم ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې دي او د مرګ ژوبلې شمېر ښايي نور هم زيات شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای