CRI Online

روسيه به پر دغه هېواد د امريکا د بنديزونو پر وړاندې مقابلوي تدابير تر غور لاندې ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 10:52:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروفا د اګست په ۹مه نېټه وويل، روسيه به پر دغه هېواد د امريکا د نويو بنديزونو د پلان پر وړاندې مقابلوي تدابير تر غور لاندې ونيسي.

زاخاروفا په همدې ورځ په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، روسيه به پر دغه هېواد د امريکا د نويو بنديزونو د پلان پر وړاندې مقابلوي تدابير تر غور لاندې ونيسي. روسيه که د امريکا له هر ډول بنديزونو سره مخامخ شي، نو پر وړاندې به يې ورته بنديزونه ولګوي.

زاخاروفا وويل، پر روسيې هغه بنديزونه چې امريکا به د بيلوژيکي او کيمياوي وسيلو د استعمالولو په پلمه ولګوي بې اساسه دي. په عين وخت کې د امريکا حکومت هم دا هم ويلي چې د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو لپاره به هڅه وکړي، د زاخاروفا په وينا دا د امريکا جعلي مهرباني ده. هغې وويل، د امريکا د يادو بنديزونو لامل دا دی چې په بريتانيا کې د روسيې د استخباراتو څانګې د پخواني کارکونکي او د ده لور مسموميت په اړه د پلټنې پر کارونو مستقيم فشار واچوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای