د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د يووالي وزارت د اګست په ۹مه نېټه وويل، د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت به د همدې مياشتې په ۱۳مه نېټه ديموکراتيکې کوريا ته نژدې د پان مون جيوم په يووالي ودانۍ کې لوړ رتبه خبرې اترې وکړي او د پان مون جيوم اعلاميې د پلي کېدونکي پلان په اړه به سلامشورې وکړي.
د کوريا جمهوريت د يوالي وزارت خبر ورکړ، چې ديموکراتيکې کوريا د همدې ورځې په سهار وړانديز وکړ چې د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه به دواړه لوري لوړ رتبه خبرې اترې وکړي او د پان مون جيوم اعلاميې د پلي کولو حالات وڅيړي، په دغو خبرو اترو کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ليدنې په اړه د چمتوالي کارونو او اړوندو مسئلو په اړه سلامشورې وکړي. د معلوماتو له مخې د کوريا جمهوريت دغه وړانديز منلی دی.
د کوريا جمهوريت د يووالي وزارت وزير چو ميونګ ګيون به د لومړي استازي په توګه د يوې پلاوي په مشرۍ په يادو خبرو اترو کې ګډون وکړي او له ديموکراتيکې کوريا سره به د پان مون جيوم اعلاميې د پلي کېدونکي پلان په اړه او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ليدنې په اړه سلامشورې وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |