CRI Online

د فرانسې خبري رسنۍ: امريکايي تصدۍ په تجارتي جګړه کې زيانمنې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 11:52:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فرانسې رسنيو راپورونه ورکړي چې د امريکا حکومت لخوا پيل شوې تجارتي جګړه په عمده توګه د دغه هېواد تصدۍ زيانمنوي او ښايي د امريکا د اقتصادي زياتوالي لپاره بدې اغېزې ولري.

د فرانسې د يوې مشهورې اقتصادي ورځپاڼې په يوه مقاله کې، چې په تجارتي جګړه کې امريکايي تصدۍ زيانمنېږي، ليکل شوي چې د فورد، جينرال موټر، ويرلپول، کوکا کولا او داسې نورو تصديو د موسمي کلنو راپورونو له مخې، امريکايي تصدۍ د تجارتي جګړې په بدې نتيجې پوهېدلي دي. ځکه چې امريکا د چين پر فولادي او المونيمي توليداتو نور زيات ګمرکي ماليات لګولي دي، نو د لومړنيو توکو بيې ډېرې زياتې شوې دي، داسې موادو ته اړتيا لرونکې تصدۍ لومړي له ستونزو سره مخامخ کېږي، په ځانګړی ډول د موټرونو او کورني برېښنايي سامانونو تصدۍ.

د فرانسې په خبري رسنيو کې د يوې خپرې شوې مقالې (( تجارتي جګړه امريکا ته سزا ورکوي )) تر عنوان لاندې ليکل شوي، له دې امله چې د امريکا د تجارتي جګړې پر وړاندې اړوندو هېوادونو مقابلوي تدابير ونيول، د امريکا کرنيز پيداوار او توليدات ټول د تجارتي جګړې قرباني ګرځېدلي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای