CRI Online

په غزه کې د فلسطين وسله والې ډلې يواړخيز اوربند اعلان کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 15:01:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۹مه نېټه په غزه کې د فلسطين وسله والې ډلې اعلان وکړ چې له اسرائيل سره اوربند وکړي، دغه ځل شخړه د دغې وسله والې ډلې لخوا پای ته رسېدلې، خو د اوربند پلي کېدنه د اسرائيل له راتلونکو عملياتو سره تړلی دی.

د فلسطين ولسمشرۍ محمود ماڼۍ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، اوس د فلسطين ولسمشر عباس د نړيوالې ټولنې له اړوندو خواوو سره د نژدې تماس په نيولو بوخت دی او له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې په بيړنۍ توګه د ياد اوربند ملاتړ وکړي او په غزه کې دې د اسرائيل د لا لوړې درجې د عملياتو مخه ونيسي څو دغې سيمې ته نور زيات ويجاړتوب او زيان و نه رسوي.

د منځني ختيځ د سولې د بهير په اړه د م م ځانګړي همغږي کوونکي په ۹مه نېټه د اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې که سمدلاسه د اوسنۍ شخړې مخه و نه نيول شي، حالات به ژر خراب شي، م م، مصر او اړوندې خواوې د حالاتو د خرابېدو د مخه نيولو لپاره بې سارې هڅه کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای