CRI Online

د جاپان په ناګاساکي کې د اټومي بريد د بمېدو د ۷۳مې کاليزې يادغونډه تر سره شوله

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 16:12:41

د اګست په ۹مه نېټه له هيروشيما وروسته د جاپان د ناګاساکي ښار په سولې پارک کې د اټومي بريد د ۷۳مې کاليزې يادغونډه تر سره شوه. په دغه غونډه کې د م م سرمنشي ګوټريس، د اټومي بم د قرباني شوو کسانو د خپلوانو، د ناګاساکي د ځايي اوسېدونکو، نړيوالو سازمانونو او د دغه هېواد ۷۱ حکومتي استازو په شمول څه باندې ۵ زرو کسانو ګډون کړی و.

د جاپان لومړي وزير شينزو ابي او د م م سرمنشي ګوټريس په يادو مراسمو کې ويناوې وکړې. ابي په خپله وينا کې تائيد کړه چې جاپان به د ذروي وسلو د پاکولو درې اصول مراعات کړي.

ګوټريس په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې له نړۍ څخه ژر تر ژره ذروي وسلې پاکې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای