CRI Online

په بانکاک کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د ډيجيټل اقتصاد سرمشريزه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 16:34:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د ډيجيټل اقتصاد سرمشريزه غونډه د اګست په ۹مه نېټه د تايلنډ په پلازمينه بانکاک کې تر سره شوه. په دې غونډه کې په ټوله کې د تايلنډ او د ياد اتحاد د ډيجيټل اقتصاد د پرمختګ او راتلونکي په اړه خبرې اترې وشوې.

د تايلنډ د ډيجيټل اقتصاد او ټولنې وزير پيچت دورونګکافېروج په خپله وينا کې وويل، د تايلنډ په شمول د دې اتحاد غړي هېوادونه او چين ټول ډيجيټل تخنيک ته په درنه سترګه ګوري، د تايلنډ حکومت هم د انټرنېټ سيستم د بشپړ تأسيس په هڅولو بوخت دی. تايلنډ د چيني تصديو هرکلی کوي چې يو ځای سره د ډيجيټل اقتصاد د تأسيس په بهير کې ګډون وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای