CRI Online

امریکا د خپلو سیالانو لپاره ۶۰ سلنه یوه سره کرښه جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-10 21:22:20
امریکا د خپلو سیالانو لپاره ۶۰ سلنه یوه سره کرښه جوړوي

که څه هم د امریکا د هیواد د جوړیدو یوازې کابو دوه سوه کاله کېږي خو د خپلو سیالانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې د خپلو تجربو سره سم په اسانه توګه اقدام کولای شي. په تیره پیړۍ کې امریکا دوه ځله انديښمنه شوې چې د خپلو سیالانو تر شا پاتې شي. یو ځل دا و چې د شوروي اتحاد جي دي پي د امریکا له ۶۰ سلنه څخه اړولی او بل ځل یې و چې د جاپان جي دي پي له دغې کرښې څخه اړولې و. په نتیجه کې امریکا په جلا جلا توګه د شوروي اتحاد او جاپان د پرمختګ د مخنیوي تدبیرونه نیولي وو. شوروي اتحاد په خپلو غلطیو سره ړنګ او ټوټه شو او جاپان د امریکا تر فشار لاندې له دغه هېواد ورسره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د جاپان اقتصاد په ورپسي شلو کالونو کې کمزور شوی و.

له دې نه څرګندیږي چې د امریکا لپاره د جي دي پي ۶۰ سلنه یوه سره کرښه ده. که څوک غواړي له دغې کرښې څخه واوړي امریکا به پرې سخت بندیزونه ولګوي چې د ده د سیالانو له دریځ، نظام یا نظریاتو سره هیڅ تړاو نه لري.

په ۲۰۱۴ کال کې د چین جي دي پي د امریکا ۶۰ سلنې ته رسیدلی دی چې د امریکا یې نه شي زغملای. مګر نننی چین د وخت جاپان نه دی. د چین د پرمختګ اساس به نه لړزېږي. د چین د اقتصاد دغه لویه بیړۍ به له بیلابیلو خنډونو سره سره د پرمختګ پر لوري مزل وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای