د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م عمومي اسامبلې د اګست په ۱۰مه نېټه تصويب کړه چې د زيد رعد زيد الحسين پر ځای، چې د اګست تر پايه پورې به يې د ماموريت موده پای ته ورسېږي، د چيلي پخوانۍ ولسمشره ميچل باچليت د م م د بشري حقوقو چارو د راتلونکې عالي رتبه پوه په حيث وټاکل شي. د باچليت ماموريت موده به د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې وي.
باچليت له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې او له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې دوه ځلې د چيلي د ولسمشرې په توګه دنده تر سره کړې ده چې د چيلي په تاريخ کې لومړۍ ښځينه ولسمشره وه. باچليت له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د م م د ښځو چارو څانګې لومړۍ اجرائيوي مشري پر غاړه درلوده.
د م م د بشري حقوقو چارو عالي رتبه پوه مقام د م م تر ټولو مهم د بشري حقوقو چارو کې ځای لري چې په بشپړ ډول د م م د بشري حقوقو چارو د کارونو مشري په غاړه لري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |