(په امريکا کې د ترکيې سفارت)
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۰مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې ليکنه کې ويلي، ځکه چې د ترکيې اسعار ليره پر ډالر باندې تبادلې کچه د ژرو ټيټېدو په حال کې ده، هغه امر وکړی چې د ترکيې پر فولادي او المونيمي توليداتو باندې يو برابر نور زيات ګمرکي ماليات دې ولګول شي يعنې په جلا جلا توګه ۵۰ فيصده او ۲۰ فيصده ګمرکي ماليات به ولګېږي.
د ترکيې حکومتي پلاوي له واشنګټن څخه په ليدنه کې ټرمپ ياده څرګندونه وکړه. هغه دا تائيد کړه، چې امريکا او ترکيې ترمنځ اړيکې ښې نه دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هيسېر ناوېرت د اګست په ۹مه نېټه وويل، امريکا له ياد پلاوي سره د يو لړ مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې او ورڅخه يې وغوښتل چې د ترکيې لخوا بندي شوي امريکايي پادري اندريو برونسون ته دې له ترکيې څخه د بېرته وتلو اجازه ورکړي.
د ۲۰۱۶ کال په جولای کې په ترکيه کې د ناکامې کودتا پېښه وشوه. د همدې کال په اکتوبر کې د ترکيې حکومت د جاسوسي چاڼيزو عملياتو په تر سره کولو سره او د ترهګرۍ د جرم په تور برونسون ونيوه. امريکا څو ځلې له ترکيې سره په دې اړه خبرې اترې کړې خو بې نتيجې تمامې شوې دي. د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د ټرمپ حکومت د ترکيې د عدليې او د کورنيو چارو پر وزيرانو باندې د بنديزونو لګولو اعلان وکړ څو چې د برونسون لپاره د ترکيې د بندي کولو عمل په وړاندې غبرګون وښيي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |