CRI Online

د امريکا حکومت څو ځلې د ګمرکي مالياتو له لارې پر نورو هېوادونو باندې فشار راوستلی دی چې په امريکا کې له ډېر نيوکو سره مخامخ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-11 20:45:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت په روانې اوونۍ کې پر ډېرو هېوادونو باندې اقتصادي فشارونه راوستلي دي چې په امريکا کې په دې اړه له ډېرو نيوکو سره مخامخ شوي دي.

د نيويارک ټايمز د امريکا د پوهانو ډلې د پيترسون د نړيوال اقتصاد د انسټېټيوټ د عالي رتبه څېړونکي چاد بون په حواله وويل، چې د امريکا داسې کړنو نړۍ ته د انديښمن کېدلو پيغام ورکړی دی.

د کورنېل پوهنتون اقتصادپوه ايسوار پراساد په مرکه کې وويل، چې د امريکا حکومت په اسانه ډول د ګمرکي مالياتو له لارې ديپلوماتيکه شخړه حل کړه چې يوه د انديښنو څخه ډکه بېلګه يې رامنځته کړې ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای