د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه د پاکستان د بلوچستان په دالبندین سیمه کې د چیني کارګرو کاروان له ځانمرګي برید سره مخامخ شو چې په نتیجه کې یې درې چینایان او درې تنه نور ځایي ساتونکي ټپیان شوي دي.
د ځایي خبري رسنیو د خبر له مخې د همدې ورځې په سهار د چیني تصدیو د کارکوونکو یو کاروان د یادې سیمې هوایي ډګر ته په لار کې له برید سره مخامخ شو. یو ځانمرګي بریدکوونکي دغه کاروان ته نږدې چاودیدونکو موادو ته جاودنه ورکړه.
"د بلوچ ازادي بښونکي پوځ " په خپل ویب سایټ کې د دغه برید پړه پرغاړه اخیستلې ده.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |