CRI Online

د جاپان په اوکيناوا کين کې ۷۰ زرو خلکو په جاپان کې د امريکايي ځواکونو د اډې پر ضد لاريون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-08-12 16:27:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان په اوکيناوا کين کې ۷۰ زرو خلکو د اګست په ۱۱مه نېټه په ناها ښار کې لويه پيمانه غونډه تر سره کړه تر څو له دې سره مخالفت وکړي چې په جاپان کې امريکايي ځواکونو فوتينما اډه دې هينوکو سيمې ته ولېږدول شي او ورڅخه يې وغوښتل چې په هېنوکو سيمه کې دې نوې اډه نه جوړوي او سمدلاسه دې فوتينما هوايي ډګر بند کړي.

سربيره پر دې، د جاپان د هوکايدو، ووساکا، ناګويا، کيوتو، فوکوکاکين اوسېدونکو په همدې ورځ غونډه او لاريون تر سره کړل چې په هېنوکو سيمه کې د جاپان حکومت د سمندر ډکولو سره مخالفت وکړ.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای