د چين نړيوالې راډيو خبر ورکړ، د اګست په ۱۰مه نېټه د امريکا د زراعت وزارت د خپرې شوې شمېرنې له مخې، چې په ۲۰۱۸ کال کې به په امريکا کې په جلا جلا ډول د لوبياوو او جوارو توليداتو نوی ريکارډ رامنځته کړي او د لوبياوو ذخيره به په تاريخ کې ډېره لويه شي. خو د تجارتي حالت د سختېدو له امله، امريکايي بزګران ډېر انديښمن دي چې د امريکا زراعت به له ويجاړۍ سره مخامخ شي.
امريکايي رسنيو خبر ورکړ، چې د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي جګړې په سختېدو سره ډېرو امريکايي بزګرانو لګښتونه کم کړي اوهيله ده چې چين او امريکا ترمنځ توپيرونه حل شي له دې مخکې چې د امريکا پر لوبياوو او د خوګ پر غوښو باندې د چين متقابل ګمرکي ماليات هراړخيزه اغېزه ولري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |