د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين حکومت د اګست په ۱۲مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې پر غزې سيمې د ۱۱ کلن بنديز د لغوه کېدو په اړه پر اسرائيلو فشار واچوي.
د فلسطين د حکومت وياند يوسف المحمد په همدې ورځ په رام الله ښار کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په غزه سيمه کې فابريکې کار نه کوي او د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی. نړيواله ټولنه بايد د غزې سيمې د حالت په اړه خپله قانوني او اخلاقي دنده پر غاړه واخلي. هغه هم د فلسطين پر حکومت غږ وکړ چې د خپلې دندې د ترسره کولو پر بنسټ داخلي توپيرونه ليرې کړي او دولتي يووالی عملي کړي څو د اسرائيلو له نيواکګريو سره مقابله وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |