د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۱۲مه نېټه د سوريې په ادليب ايالت کې د حکومت د مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمه کې د وسلو په يو زېرمتون کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شول، تر اوسه د چاودنې لامل مالوم نه دی.
د سوريې شام راډيو خبر ورکړ، د وسلو ياد زېرمتون د شام ازادۍ غوښتونکي سازمان تر کنټرول لاندې دی او د ادليب ايالت په سرميد علاقه دارۍ کې پروت دی چې د ترکيې سرحد ته نږدی دی. د دې چاودنې له امله دوه ودانۍ ړنګې شوې دي.
د سوريې د بشري حقونو د څارنې سازمان د خبر له مخې، د وسلو ياد زېرمتون د استوګنې تر يوې ودانۍ لاندې دی، د چاودنې له امله ډېر کسان تر کنډوالې لاندې شول. د ډېرو ټپيانو وضعيت خراب ښودل شوی، نو ښايي د وژل شويو کسانو شمېر لا زيات شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |