CRI Online

د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشران به په راتلونکی سپتمبر کې په پينګ يونګ کې بيا کتنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-13 15:59:32
د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشران به په راتلونکی سپتمبر کې په پينګ يونګ کې بيا کتنه وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د اګست په ۱۳مه نېټه په پانموجوم کې جګپوړې خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه چې په راتلونکی سپتمبر کې به په پينګ يونګ کې د کوريا جمهوريت د ولسمشر مون جای ينګ او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت کيم جونګ اون ترمنځ درېيمه کتنه ترسره شي.

د دواړو خواوو په دغو خبرو اترو کې د مشرانو ترمنځ د کتنې مشخص وخت نه دی خپور شوی. له دې نه پرته، دواړو خواوو د پانموجوم اعلاميې د تطبيق حالت او د تطبيق لايحې په هکله سلامشورې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای