CRI Online

د مصر امنيتي ځواکونو په سينای ټاپووزمه کې ۱۲ تندلاري ووژل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-13 17:37:06

د سينهوا اژانس د اګست په ۱۲مه نېټه د مصر د هرم ورځپاڼې له مخې خبر ورکړ، چې د مصر امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د سينای ټاپووزمې په شمال کې د تندلارو پر يوې اډې بريد وکړ چې له امله يې ۱۲ تندلاري ووژل شول.

د مصر امنيتي ځواکونو په ياد ځای کې د تندلارو هم ۴ ماشين ټوپونه، يو سنيپينګ ټوپک، دوه ټوټې چاوديدونکی توکي او يو څو کارتوس نيولي دي. د سږکال په جنورۍ کې د مصر پوځ د سينای ۲۰۱۸ تر عنوان لاندې د ترهګرۍ پر ضد لويه پيمانه عمليات تر سره کړل څو چې په سينای ټاپووزمه له ترهګرو او تندلارو پاکه کړي، تر اوسه پورې يې سلګونه ترهګر له منځه وړلي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای