CRI Online

رجب طيب اردوګان: د ترکيې پر اقتصادي ودې د ضربې د مخنيوي وړتيا لرو

cri     (GMT+08:00) 2018-08-14 09:29:24

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د اګست په ۱۳ مه نېټه وويل، چې د ترکيې اقتصادي وده له ضربې سره مخامخه ده، خو ترکيه دغه وړتيا لري چې د دغې ضربې مخه ونيسي.

نوموړي په همدې ورځ په پلازمينه انقره کې د خپلې يوې وينا پر مهال وويل، چې اوسمهال د ترکيې اقتصادي وده ثابته، پياوړې او روغه رمټه ده او د دغه هېواد پيسه ليره به ژر مناسبې سويې ته ستنه شي. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې امريکا او ترکيه د ناټو ملګري هېوادونه دي او خپلمنځي نږدې همکارۍ لري، خو امريکا دا نيت لري چې د ترکيې تر شا د برچې ګوزار وکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميولوټ چاوسوګلو هم په همدې ورځ وويل، چې پر ترکيې به د امريکا بنديزونه، ګواښونه او فشارونه اغېزې ونه لري، ترکيه تېاره ده چې د ديپلوماتيکو لارو چارو او خبرو اترو له لارې جنجال حل کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای