د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د اګست په ۱۳مه نېټه په تهران کې خپله خبره بيا تکرار کړه چې ايران به له امريکا سره خبرې اترې و نه کړي.
د ايران د خبري اژانس د خبر له مخې، خامنه يي وويل، د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا له وتلو څخه څرګندېږي چې امريکا يو ظالم او عدالت نه لرونکی هېواد دی او تل غواړي چې ايران ګذشت وکړي، نو ايران به ورسره خبرې اترې و نه کړي. هغه زياته کړه چې د ايران اوسنۍ اقتصادي ستونزه په کور دننه ده، دا د امريکا د بنديز له امله نه ده رامنځته شوې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۸مه نېټه د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا د وتلو اعلان وکړ او پر ايران يې بيا بنديزونه ولګول. د جولاۍ په ۳۰مه نېټه ټرمپ وويل هغه غواړي د ايران له مشر سره بې له شرطه کتنه وکړي. خو ايران تل دا رويه غوره کړې چې امريکا د باور وړ نه ده، ايران به له امريکا سره خبرې اترې و نه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |