د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان د نوې دورې پارلماني غړو د لوړې مراسم د اګست په ۱۳ مه نېټه ترسره شول.
د پاکستان د پارلمان پخواني رئيس سردار اياز صادق د يادو مراسمو مشري وکړه او د تحريک انصاف ګوند رئيس عمران خان، د پاکستان د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف او د خلکو ګوند رئيس بلاول بوټو زرداري او نورو کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
د ټاکلي پلان له مخې د اګست په ۱۵ مه نېټه به د پاکستان د نوې دورې د پارلمان نوی رئيس او مرستيال رئيس وټاکل شي او په ۱۷ مه نېټه به نوی صدراعظم انتخاب شي. له دې نه مخکې د تحريک انصاف ګوند د صدراعظم د نوماند په توګه عمران خان ونوماوه او مسلم ليک،د خلکو ګوند او نورو مخالفو ګوندونو په ګډه شهباز شريف يادې څوکۍ ته نوماند کړی دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |