د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي د اګست په ۱۳مه نېټه دا خبر تصديق کړ چې د افغانستان پوځ په دې وروستيو ورځو کې د غزني ولايت په غزني ښار کې له طالبانو سره سختې جګړې کړې او ۱۹۴ تنه طالبان يې وژلي دي.
بهرامي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس ياده جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې او د غزني ښار زياتره سيمې د حکومتي پوځ تر کنترول لاندې دي. په وژل شويو طالبانو کې ۱۲ تنه يې قوماندانان هم شامل دي. څه باندې ۱۴۰ تنه نور طالبان ټپيان شوي. د دې جګړې په ترڅ کې کابو سل تنه حکومتي سرتيري او دېرش تنه ښاريان وژل شوي دي.
بهرامي وويل، حکومتي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزني ښار ته د ځانګړو ځواکونو په شمول لږ تر لږه ۱۰۰۰ اضافي سرتيري ليږلي، حکومتي پوځ به په نږدې وخت کي دا ښار له طالب مليشو پاک کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |