CRI Online

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال لپاره د امريکا د ملي دفاع د اختياراتو ورکولو قانوني مسوده لاسليک کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-14 15:31:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۳ مه نېټه د نيويارک په يوه پوځي اډه کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د دغه هېواد د ملي دفاع د اختياراتو ورکولو قانوني مسوده چې مخکې د پارلمان د استازو جرګې او مشرانو جرګې تصويبه کړه، لاسليک کړې وه چې پکې د امريکا پوځي بودجه ۷۱۶ مليارډو ډالرو ته رسيږي او دا د افغانستان او عراق جګړو وروسته تر ټولو زياته ده.

په دغه قانوني مسوده کې ۶۳۹ مليارډ ډالره بنسټيزه بودجه او د جګړې ۶۹ مليارډ ډالره بودجه شاملې دي، بنسټيزه بودجه به امريکايي سرتېريو ته د معاشونو د ورکولو او د وسلو د اخيستلو او څېړلو او توليدولو لپاره ولګول شي او د جګړې بودجه به په ځانګړي توګه په بهرنيو هېوادونو کې د امريکايي ځواکونو د جګړو لپاره ولګول شي.

برسيره پردې د دغې قانوني مسودې له مخې به د امريکا او روسيې د ځواکونو ترمنځ همکارۍ بندې شي، په امريکا کې به د بهرنيو پانګونو هغه څارنه پياوړې شي چې د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښوي. که نه او د انټرنيټ امنيت ساتنه او په اروپا کې د امريکا پوځي وضعيت به پياوړی شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای