CRI Online

تبصره : په چين کې پانګونې زياتې شوي، نو د چين پر بازار د بهرنيو پانګوالو باور څنګه راغلی؟

cri     (GMT+08:00) 2018-08-14 16:08:25

په چين کې د امريکا سوداګرۍ ټولنې د ۲۰۱۸ کال لپاره په چين کې د سوداګريز چاپيريال په اړه د پلټنې رپوټ خپور کړ او دغه رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۷ کال په چين کې له ټولو امريکايي تصديو څخه ۷۳٪ تصديو ګټې ترلاسه کړي او ۷۴٪ برخه يې پلان لري چې په ۲۰۱۸ کال کې زياتې پانګونې وکړي چې دغه انډول د تېرو وروستيو کلونو په پرتله زيات دی. دغه راز کابو ۶۰٪ امريکايي تصدۍ چين د خپلو پانګونو له دريو سرمنزلونو څخه بولي،۴۶٪ امريکايي تصدۍ پدې نظر دي چې چين به په راتلونکو دريو کلونو کې بهرنيو پانګوالو ته خپل بازار لاپرانيزي او نورې ۶۲٪ تصدۍ پدې نظر دي چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د حکومت لخوا د تګلارو د جوړولو او پدې هکله د نظريو د تبادلې شفافيت لوړ شوی دی. دغه رپوټ ښيي چې په چين کې زياتره امريکايي تصدۍ د چين پر بازار باور لري او پدې اړه يې پنځه لاملونه راوړي دي.

لومړی د چين د بازار پرانيستنه به لازياتې بهرنې تصدۍ راجلبې کړي چې د پانګونو لپاره چين ته راشي، او چين به د يو لوي استهلاکي هېواد په توګه د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره خدمتونه ترسره کړي.

بل دا چې،په چين کې صنعتي ځنځير بشپړ او جامع دی او دغه ځنځير د بهرنيو تصديو توليدي چارو ته هراړخيز ملاتړ برابرولای شي.لکه يو کوچنی سيګرټ لايټر، چين دغه شان توکي توليدولی شي اوپه ډېرې کمې بيې د نړيوال بازار اړتيا پوره کولی شي، ځکه چې په چين کې د سيګرټ لايټر د جوړولو لپاره د پلاستيکو توکو،فولادي توکو، اورتيږو او نورو اړوندو توکو د توليد لپاره پاخه او د باور وړ شرايط شته دي.

درېيم، په زياتې پيمانې د چين د توليد توان او لوی بازار ګڼ شمېر نوې تصدۍ راجلبولی شي او له دې سره به د بهرنيو هېوادونو پرمختللي تخنيکونه وکارول شي او اصلي بيې به کمې شي.

څلورم، که څه هم د سوداګريزې جګړې اغېزې تراوسه نه دي ښکاره شوي، خو د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا به د چين لخوا د بهرنيو پانګونو د جذب لپاره ګټوره زمينه برابره کړي.

پنځم،چين به ورخلاصون د پياوړتيا لپاره اغېزمن تدابير غوره کړي. د جولای په ۲۸ مه نېټه د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين بازار ته د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو د ادارې په اړه ځانګړي تدبيرونه په رسمي توګه پلې شول چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۱۵ مادې پکې کمې شوي او لازياتې برخې يې پرانيستل شوې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای