CRI Online

د چين جو شان بندر په ګړندي توګه د نړۍ په کچه د پياوړو بندرونو په لوري روان دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-14 16:22:10

د چين جو شان بندر په ګړندي توګه د نړۍ په کچه د پياوړو بندرونو په لوري روان دی

سږ کال د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز د وړاندې کېدو له پنځم کال سره برابر دی. د دې وړانديز په تطبيق سره اړوندو هېوادونو او چين ته د پرمختګ ستر ګټور فرصتونه برابر شوي دي. د جه جيانګ ولايت نينګ بو ښار چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې د تقاطع په نقطه کې واقع دی، په ابتکاري توګه اغېزمن تدبيرونه نيولي او د وارداتو او صادراتو اندازه يې په پر له پسې توګه لوړه شوې ده. په ۲۰۱۷ کال کې د نينګ بو ښار جو شان بندر له لارې د ليږد راليږد توکو اندازه يو مليارډ سل مليونو ټنو ته رسېدلې چې په دې سره يې په نړۍ کې يې لومړی مقام ونيوه. له دې نه پرته، دغه بندر د څه دپاسه سلو هېوادونو له څه باندې ۶۰۰ بندرونو سره سوداګريزې لارې جوړې کړي دي. اوس دغه بندر په ګړندي توګه د نړۍ په کچه د پياوړو بندرونو په لوري روان دی.

مېرمن چن يي د نينګ بو ښار د ديجياويدا د سوداګريز شرکت عمومي مينيجره ده. هغې خبريال ته وويل، مخکې د دوی شرکت په عمده توګه له اسپانيې څخه د توکو په واردولو لګيا و. په دې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز په تطبيق سره، دوی دا پيدا کړې چې د ختيځې او منځنۍ اروپا د هېوادونو د توکو لکه د زراعتي توليداتو او لبنياتو کيفيت د لوېديځې اروپا د هېوادونو په نسبت بد نه دی، او بيه يې لا تر هغو ارزنه ده.

د چين د سوداګرۍ وزارت د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين کې د استهلاکي موادو د پرچون خرڅلاو ارزښت ۱۸ زرو مليارډو يوانو ته رسېدلی. مېرمن چن يي وويل، د چينايانو لخوا د ختيځې او منځنۍ اروپا د توليداتو د منلو کچې په لوړېدو سره، دوی به په راتلونکی کې له دغو هېوادونو څخه د توکو واردات لا پراخ کړي. هغې وويل

(( اوس موږ په عمده توګه له پولنډ او رومانيا څخه توليدات واردوو، په عين وخت کې له نورو دوو هېوادونو څخه د توليداتو واردولو په اړه زموږ خبرې اترې هم روانې دي. اوس زموږ عمده کاربار د ختيځې او منځنۍ اروپا له هېوادونو سره ترسره کېږي. ))

د اړوند خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز د تطبيق په رڼا کې تېر کال د نينګ بو ښار او د ختيځې او منځنۍ اروپا د هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت دوو مليارډو نهو سوو او شلو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۲۳.۵ سلنه زيات شوی دی. په دې جمله کې د وارداتو زياتوالی۷۴.۶ سلنه وه چې د هېواد د منځني زياتوالي درې برابره وه. د نينګ بو ښار د نړيوالې نندارې په مرکز کې د هنګري، پولند او رومانيا په شمول د ختيځې او منځنۍ اروپا د ۱۵ هېوادونو خونې جوړې شوې چې په ټول هېواد کې د ختيځې او منځنۍ اروپا د هېوادونو د توليداتو د راغونډېدو او ويشلو مرکز ګرځېدلی دی.

د نينګ بو د جو شان بندر د محدود شرکت سيکريټر جيانګ وې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز د تطبيق ۵ کاله د جو شان بندر د ګړندي پرمختګ ۵ کاله هم دي. تېر کال د دې بندر له لارې د وارداتي او صادراتي توکو اندازه يو مليارډ ټنو ته رسېدلې چې دې اندازې په نړۍ کې لومړی مقام ونيوه. په راتلونکی کې به دغه بندر نړيواله همکارۍ لا پياوړې کړي. هغه وويل

((بندر يوه خلاصه برخه ده او د راتلونکي پرمختګ د موندلو لپاره موږ بايد له نورو همکارانو سره سلامشورې وکړو او د ګډو ګټو پر بنسټ دې خپلمنځي همکارۍ لا نږدې کړو. د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز په تطبيق سره به د اړوندو هېوادونو له بندرونو او تصديو سره زموږ د تبادلې فرصتونه لا زيات شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای