د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د اګست په ۱۵ مه نېټه خبر ورکړ چې د اګست په ۱۳ مه نېټه د دغه هېواد او کوريا جمهوريت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ په خبرو اترو کې پرېکړه وشوه چې په سپتمبر کې به په پيونګ يانګ کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې ترسره شي. دا به د ديموکراتيکې کوريا د رهبر کيم جونګ ون او د کوريا کمهوريت د ولسمشر مون جاين ترمنځ درېيمه کتنه وي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |