د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه انقره کې وويل، چې ترکيه به د امريکا لخوا د توليد شوو الکترونيکي توليداتو مخه ونيسي.
نوموړي په همدې ورځ د کارپوهانو د يو ارګان د سمينار پر مهال وويل، چې ترکيه به تر وارداتو توکو ښه توليدات توليد کړي، په خپل قوت به خپلې اړتياوې پوره کړي او خپل توليدات به پر بهرنيو هېوادونو وپلوري، د دې ترڅنګ به د امريکا الکترونيکي توليداتو مخه ونيسي. نوموړي وويل، د ترکيې اقتصاد له ضربې سره مخامخ دی، خو ترکيه ثابت بانکي سيستم لري، اوسنۍ اقتصادي تزلزل له ريښتيني اقتصادي وضعيت سره تړاو نه لري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |