CRI Online

په تېر جولای کې د امريکا د زراعتي توليداتو صادراتي بيې په تېرو اوو کلونو کې ډېرې ټيټې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 11:49:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د کارګرو وزارت د اګست په ۱۴ مه نېټه شمېره خپره کړه او دغه شمېره ښيي چې د امريکا لخوا د پيل شوې سوداګريزې جګړې له امله په تېر جولای کې د دغه هېواد د زراعتي توليداتو صادراتي بيې ډېرې ټيټې شوې او ټيوالی يې په تېرو اوو کلونو کې زيات دی.

دغه شمېره ښيي چې په جولای کې د امريکا د زراعتي توليداتو د صادراتي بيو شاخص د تېر جون په پرتله پنځه اعشاريه درې سلنه راټيټ شوی چې دغه ټيټوالی د ۲۰۱۱ کال له اکتوبر راپدې خوا تر ټولو زيات دی. د امريکا د زراعتي توليداتو د صادراتي بيو په ټيټوالي سره د دغه هېواد د فارمونو د خاوندانو عايدات هم کم شوي دي. د امريکا حکومت په تېره مياشت کې اعلان وکړ چې د سوداګريزې جګړې له امله به زيانمنو فارم لرونکو ته ۱۲ مليارډ ډالر مالي مرستې برابرې کړي، خو دغه پرېکړه د دغه هېواد د ډېرو پارلماني غړو ، د کرنيزې ټولنې د استازو او د فارم لرونکو له مخالفت سره مخه شوې ده، دوی له حکومت څخه وغوښتل چې له نورواقتصادونو سره دې سوداګريزه جګړه ژر ترژره پای ته ورسوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای