د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اګست په ۱۴مه نېټه د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولوت څاوسګلو د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره په انقره کې خبرې اترې وکړې او په ګډه يې د امريکا پر بنديزونو نيوکه وکړه.د دوی په اند بايد د ترکيې او روسيې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لاټينګې شي.
مولوت څاوسګلو تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې پر ترکيې د امريکا بنديزونه د امريکا اعتبار ماتوي، د ځورونې عمر نور بايد پای ته ورسېږي.هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ترکيې د اقتصاد ثبات د اروپا او نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره ډېر مهم دی.
لاوروف په روسيې باندې د لوېديځو هېوادونو له بنديزونو سره د ترکيې د مخالفت او ردولو څخه مننه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |