CRI Online

د روسيې چارواکي: پر ترکيې د امريکا بنديزونه د روسيې او ترکيې ترمنځ پر اقتصادي همکاريو اغيزه نه لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 15:54:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرټر ډميټري پيسکوف او د دغه هېواد خارجه وزير سيرګي لاوروف د اګست په څوارلسمه نېټه په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې پر ترکيې د امريکا بنديزونه د روسيې او ترکيې پر اقتصادي همکاريو اغيزه نه لري. په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په عادي توګه تر سره شوې دي. اوسمهال دواړه هېوادونه پر دې سلامشوره کوي چې په دوه اړخيزو سوداګريو کې به له امريکايي ډالرو نه پرته يو بل ته خپلې پيسې ورکړي.

په تېرو څو ورځو کې د ترکيې او امريکا ترمنځ ډيپلوماتيک تضادونه د سختېدو په حال کې دي. امريکا پر ترکيې باندې يو لړ بنديزونه لګولي دي. د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، ښاغلي پيسکوف د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه په مسکو کې ځايي خبري رسنيو ته څرګنده کړه چې د ترکيې اوسني اقتصادي او پولي حالات د روسيې او ترکيې پر همکاريزو پروژو باندې منفي اغيزه نه لري. يادې پروژې په عادي توګه روانې دي. هغه زياته کړه چې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ دا سلامشوره هم روانه ده چې په دوه اړخيزو سوداګريزو سوداګريزو کې به له امريکايي ډالرو نه پرته يو بل ته خپلې پيسې ورکړي. د روسيې په اند، دغه عمل مناسب دی او روسيه او ترکيه به په مداومه توګه د دې لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای